قاهره 07 نومبر (اے پي پي) مصر كښې د كوپ 27مه مشرانو غونډه ساحلي سياحتي ځائې شرم الشيخ كښې پيل شوې ده۔پرانستي سېشن كښې نړيوال حدّت (ګلوبل وارمنګ) په وجه ضروري زيان او تباهۍ مخنيوي كښې د کمزورو هېوادونو مرستي لپاره خاص مالي اعانت د غونډې په ايجنډه كښې شامل دې۔د مصر خارجه وزير او كوپ 27م صدر سامح شکري ووئيل دا ايجنډا موسمياتي بدلون په وجه رامخې ته شوي آفتونو له امله د ځپليو سره د يووالي احساس عکاسي كوي۔ده ووئيل مونږ د ټولو كارمندانو او سول سوسائټۍ تنظيمونو مننه كوو چا چې پرله پسې د زيان لپاره په فنډز د خيالاتو څرګندوني غوښتنه كړې ده۔دا غونډه د تير يو كال په مهال شديد موسمي آفتونو نه پس كېږي۔د دې آفتونو ترمخه د نړيوالو اقداماتو په سمدستي حاجت زور راوړې شوې۔دا خبره دې ياده وي چې تقريباً 200 هېوادونو مندوبين 13 ورځني کنفرنس لپاره ے بحيره احمر ساحلي تفريحي ځائې شرم الشيخ كښې راجمع شوې دي۔ د تير يو كال په مهال د نړۍ بيل هېوادونه او سيمي د قدرتي آفتونو سره مخ كېږي۔په دې كښې په پاكستان كښې د غير معمولي بارانونو په نتيجه كښې د سېلاب له امله 1700 څخه زيات كسان مړه شوې دي۔چين، افريقا او د امريکې لويديز كښې د وچ كالۍ په نتيجه كښې زرعي پيداوار ځپلې شوې دې۔