اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پیغمبر اسلام په سیرت او سنت عمل كولو كښې د ټول انسانيت كاميابي ده۔د حضور ؑ تعلیمات مونږ له د رنګ ٬ نسل٬ سيمې ٬ ژبې او د ذاتي تعصبات نه د پاك ژوند تېرولو درس راكوي٬ پیغمبر ۖ مونږ ته د ميانه روۍ٬ اعتدال او د عدل كولو امر كړے او هر ډول تند خوښي او ترهه ګري ئي د اسلام د اصولو په ضد ګرځولي۔ده دا خبرې د عيد میلادالنبي ۖ په موقع د قام په نامه خپل پېغام كښې كړې كوم چې (نن) د زيارت په ورځ لمانځلې شي۔ اولس مشر ووئيل د حضرت محمد ۖ د زېږدنې ورځ په موقع زه د ټولۍ نړۍ مسلمانانو له مباركي وركوم٬ دا ورځ مونږ ته دا يادګېرنه كوي چې د حضور رحمت للعالمین د اسوه حسنه په رڼا كښې نړۍ د پرېشانيو او مسئلو نه خلاصول زمونږ ذمه واري ده۔د حضور صلی اللہ علیہ وسلم د امتي په حېث دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د ھغه په اسوه حسنه عمل كولو سره نه يوازې خپل آخرت ښائسته كړو بلكې پاتې نړۍ له هم رول ماډل جوړ شو۔ده ووئيل بائد په سیرت طیبه عمل كولو سره نېكۍ وكړو او د خلقو د خدمت سره خپل نامه روښانه كړو او هر ھغه كار پرېږدو كوم څخه چې د چا ځان ٬ مال عزت برابرۍ ته د زيان رسېدو اندېښنه وي ولې چې سيرت طيبه مونږ له دا سبق راكوي۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې مونږ له د نبی اکرم ۖ په اُسوہ حسنه د عمل كولو توفيق راكړي او خوږ هېواد دې په حقيقي پرمختګ كولو سوكاله شي ۔