واشنګټن 04 نومبر (اے پي پي) امريکې د شمالي کوريا لخوا د بېن البراعظمي بېلسټك ميزائل تجربه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ګرځولو سره په ټولو غړو هېوادونو زور رواړې چې هغه دې په شمالي كوريا بندېزونه ولګوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د قامي سلامتيا كونسل وياند اېډرين واټسن د شمالي کوريا د ميزائل تجربې تصديق كولو سره وئيلي دي چې امريکې د شمالي كوريا د بېن البراعظمي بېلسټك ميزائل تجربې غندنه كړې۔ ده ووئيل صدر جوبائيډن او د دوي د قامي سلامتيا ډله اتحادي او نورو شراكتدار سره په ګډه د صورتحال جاج اخلي۔ د خارجه څانګې وياند نيډ پرائس ووئيل دا تجربه د سلامتي كونسل د قراردادونو په جار خلاف ورزي ده۔ د يادونې وړ ده چې شمالي کوريا د زيارت په ورځ د ځائي وخت له مخې سهار 7:40 بجې د پايه تخت پيانګ يانګ په سونان سيمه كښې د اوږدې فاصلې هدف په نښه كوٶنكي بين البراعظم بېلسټك ميزائل تجربه كړې ده او د دې نه پس يۍ په سوئيلي کائيچون صوبه كښې په 8:39 بجې د لنډې فاصلې هدف په نښه كوٶنكو دوه بيلسټك مېزائلو تجربه وكړه۔