په سري لنكا كښې د منكي پاكس وائرس اولنے كېس رامخې ته شو

کولمبو۔4 نومبر(اے پی پی) په سري لنكا كښې د منكي پاكس وائرس اولنے كېس رامخې ته شوې دې۔ د چين خبري اژانس د سري لنكا د روغتيا وزارت حواله وركولو سره وئيلي چې د منكي پاكس اولني ځپلي شوي رنځور شناخت د 20 كلن ځوان په توګه شوے دے كوم چې دبۍ څخه د روانې مياشتې په اولنۍ نېټه سري لنكا ته راغلے وو۔ دې دا مهال د كولمبو په يو روغتون كښې درملنو ته بستر دے۔ رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې بهر هېوادونو څخه سري لنكا ته د راتلونو سېلګرو او ځائي وګړو نګراني روانه ده او د كوم هم ممكنه كېس درك لګولو له هڅې تندې كړې شوي دي