
ملګري ملتونه ۔4 نومبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په سوډان كښې 80 لكه وګړي د سختې لوږې خطر سره مخ كېدې شي۔ د چين خبري اژانس له مخې فوډ اېنډ اېګریکلچر آرګنائزیشن ٬ د ملګرو ملتونو د كوچنيانو ذېلي ادارې یونیسف او ورلډ فوډ پروګرام د ګډې په بيان كښې وئيلي دي چې په سوډان كښې په اعلی كچه غذائي عدم تحفظ او د خوراك كمي سره د مخ وګړو تناسب دا مهال د كال 2013 او 2016 شخړو په مهال رسېدلې كچې څخه هم زيات دے۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د اپرېل نه تر جولائی (2023) په مهال 70 لکه 76 زره نه زيات كسان سخت غذائي عدم تحفظ سره مخ كېدې شي دغسې 14 لکه كوچنيان به د خوراك كمي سره مخ شي۔ رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په سوډان كښې د اوچ كالۍ ٬ سېلاب او شخړو د لاسه په ځينو سيمو كښې د لوږې صورتحال كښې شدت رامخې ته كېږي ٬ كه په وخت بشري مرسته روانه ونه ساتلې شوه او د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره زياته ګامونه پورته نه كړې شول نو يو شمېر كميونټيز د لوږې حالت سره مخ كېدې شي۔