د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د امريكا په ضد د غندنې قرارداد اكثريت سره منظور كړو

ملګري ملتونه ۔4 نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په کیوبا د امریکا د بندیزونو لګولو پرېكړې په ضد د غندنې قرارداد په زيات اکثریت سره منظور كړے دے۔ عمومي اسمبلۍ دا قرارداد د تېرو درې مياشتې راهېسې پرله پسې منظوروي۔ په عمومي اسمبلۍ كې يوازې امريكا او اسرائيل د قرارداد په مخالفت كښې ووټ وركړو او دوه هېوادونو ېوكرېن او برازيل د رايو شمېرې په عمل كښې برخه وانخسته۔ د كيوبا خارجه وزير برونو روډرېګوئيز په دې موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل چې د كال 2019ﺀ نه وروستو امريكا زمونږ د هېواد محاصره سخته كړې ده او دا يې لا ظالمانه جوړه كړې ده چې مقصد يۍ په قصد سره د كيوبا وګړو ته زيات زيان رسول دي۔ دا اقدام د كيوبا په اړه د امريكا حقيقي پالېسي په ډاګه كوي۔ ده زياته كړه چې د جوبائيډن په اقتدار كښې د راتللو نه وروستو د امريكائي بندېزونو او بحري ناكه بندۍ د لاسه د كيوبا معيشت ته د 6 اربه 35 كروړ ډالرو ماليت زيان رسېدلے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د كيوبا دوهم سفير یوری ګالا له مخې امريكا د بشري حقونو ورزۍ د كيوبا په ضد د لسيزو څخه د لګولې شويو بندېزونو لپاره جواز ګرځولي دي بياهم دا بندېزونو په خپله د كيوبا وګړو ته د بنيادي ضرورتونو ترسره كولو له د آسانيو وركولو په لاره كښې لويی خنډ دي۔