د المان چانسلر اولاف شولز په يوه ورځنۍ دوره چين ته ورسېد

بیجنګ۔4نومبر(اے پی پی) د المان چانسلر اولاف شولز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا په هدف چين ته په يوه ورځنۍ دوره رسېدلے دے۔ د فرانسيسي خبري اژانس د خبر له مخې د آلمان چانسلر به د چين دورې په مهال د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي کي چيانګ سره ملاقاتونه كوي۔ خبر كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د المان چانسلر د كووډ 19 وبا څخه وروستو د چين دوره كوؤنكې د ګروپ 7 اولنے لارښود دے۔