نوے ډيلے ۔4 نومبر(اے پی پی) د هند مدهيه پردېش ايالت په پرېدش ضلع كښې د ډبل كېېبن او بس ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 11 كسان مړه او يو ژوبل شوے دے۔ د چين خبري اژانس د ځائي پوليس حواله وركولو سره وئيلي چې دا پېښه د جمعې په سهار هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ډبل كېبن ګاډې د تند رفتارۍ له امله د بل اړخ نه راروان مسافر بس سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ په ډبل كېبن ګاډي كښې ناست 11 كسان په ځائې مړه او ډرائيور ژوبل شو۔ پوليس وئيلي چې په مړو شويو كسانو كښې 3 مېرمنې او 2 كوچنيان هم شامل دي۔ بلخوا رېسيكو ډلو مړي او ژوبل شوے تن نزدې روغتون ته منتقل كړے دے۔