سیئول۔4 نومبر(اے پی پی) په سوئيلي كوريا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 43 زره 499 كېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره د كېسونو مجموعي شمېره زياتېدو سره 2 کروړه 57 لكه 60 زره 701 ته رسېدلې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې د سوئيلي كوريا د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي دي چې په هېواد كښې د دې وائرس د لاسه نور 35 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو مجموعي شمېره 29 زره 315 ته رسېدلې ده۔ د رپورټ له مخې د دې وائرس څخه تر دې دمه يو کروړ 71 لكه كسان ښه شوي دي۔ بلخوا په روغتونونو كښې درملنو ته پرتو رنځورانو كښې د 304 كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔