امريکې د شمالي كوريا د بېن البراعظمي بيلسټك ميزائل تجربې غندنه وكړه

واشنګټن 03 نومبر (اے پي پي) امريکې د شمالي کوريا لخوا د بېن البراعظمي بيلسټك ميزائل د تجربې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ګرځولو سره په ټولو غړو هېوادونو زور رواړے چې په شمالي كوريا بندېزونه ولګوي ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د قامي سلامتيا كونسل وياند اېډرين واټسن د شمالي کوريا د ميزائل تجربې تصديق كولو سره وئيلي دي امريکا د شمالي كوريا د بېن البراعظمي بيلسټك ميزائل تجربې غندنه كوي۔ ده ووئيل صدر جوبائيډن او د دوي د قامي سلامتيا ډله اتحادي او نورو شراكتدار سره په ګډه د صورتحال جاج اخلي ۔ د خارجه څانګې وياند نيډ پرائس ووئيل دا تجربه د سلامتي كونسل د قراردادونو په جار خلاف ورزي ده۔ د يادونې وړ ده شمالي کوريا د زيارت په ورځ د ځائي وخت له مخې سهار 7:40 بجې د پايه تخت پيانګ يانګ په سونان سيمه كښې د زياتې فاصلې هدف په نخښه كونكي بين البراعظم بيلسټك ميزائل تجربه كړې او د دې نه پس په سوئيلي کائيچون صوبه كښې په 8:39 بجې د لنډې فاصلې هدف په نخښه كوونكو د دوو بيلسټك مېزائلو تجربې كړې دي