كولمبو 27 جولائي (اے پي پي) ډينګي تبې په سري لنكا كښې وبائي صورت اختيار كړے٬ په دې رنځ 300 كسان مړه شوي٬ د ځپليو ټوله شمېره د يو لك نه زياته شوې۔ د خبري اژانس ارنا نيوزِ له مخې د سري لنكا چارواكو وئيلي دي چې د بارانونو په روان موسم كښې د ډينګي وبا خپره شوې٬ ځائ پھ ځائ د باران اوبه ولاړې دي۔ د چارواكو له مخې …
ډينګي تبې په سري لنكا كښې وبائي صورت اختيار كړے

مزید خبریں
كولمبو 27 جولائي (اے پي پي) ډينګي تبې په سري لنكا كښې وبائي صورت اختيار كړے٬ په دې رنځ 300 كسان مړه شوي٬ د ځپليو ټوله شمېره د يو لك نه زياته شوې۔ د خبري اژانس ارنا نيوزِ له مخې د سري لنكا چارواكو وئيلي دي چې د بارانونو په روان موسم كښې د ډينګي وبا خپره شوې٬ ځائ پھ ځائ د باران اوبه ولاړې دي۔ د چارواكو له مخې سږ كال تر اوسه د يو لك نه زيات د ډينګي كېسونه رامېنځ ته شوي دي او په دې كښې 300 كسان مړه شوي دي۔ د چارواكو له مخې په وبا قابو موندلو لپاره د سره صلېب پشمول بېلا بېلې ډلې هم د حكومت مرسته كوي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې له مخې ډينګي په نړۍ كښې په تندې سره په خپرېدونكو ناروغيو كښې يوه ده كومه چې د 100 نه په زياتو هېوادونو كښې د وبا په صورت كښې موجود ده۔











