بیجنګ۔3 نومبر(اے پی پی) چينائي تجزيه كارو وئيلي دي چې چين د پاكستان په څير نزدې همكارانو سره مرسته مستحكموي۔ د سنګھوا پوهنتون د نېشنل اسټرېټجی انسټی ټیوټ ریسرچ ډیپارټمنټ ډائرېکټر کیان فېنګ د چين خبر رسنې ادارې ته وئيلي چې شهباز شريف ته د 20 م سي پي سي نېشنل كانګرېس په پايه كښې د چين دورې بلنه وركول د دواړو فريقو نزدې اړيكې څرګندوي او دا خبره ثابتوي چې نړيواله ورورولي په سباؤن كښی د چين د پرمختګ هيله لري او چين سره اړيكو مضبوطولو ته چمتو ده۔ ده ووئيل چين د بېلټ اېنډ روډ منصوبې د لارې د پاكستان اقتصادي پرمختګ ته د پېښو دوه چېنلجونو په حل كولو كښې د پاكستان مرسته كړې ده۔ تجزيه كارو وئيلي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه راروانه به د اعلی معيار د پرمختګ په بل پړاؤ كښې داخل شي په كوم كښې به چې په پېداواري صلاحيت كښی مرسته ٬ كركيله او سماجي او معاشي څانګې شامل وي۔ دوئي ووئيل د شهباز شريف د روان كال په پېل كښې په اقتدار كښې د راتللو نه پس چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ ته زيات پام ګرځولے شوے دے۔ دوئي ووئيل په راتلونكو كلونو كښې د پرله پسې هڅو د لارې چين پاكستان اقتصادي راهداري لوظنامه نړۍ ته وښائي چې څنګه بي آر آئي او چينائي جديديت نورو ته ګټه رسوي او د شخړو او جنګونو په ځائې د پرمختګ د لارې د سيمې مسئلې حل كولې شي۔