منېلا۔3 نومبر(اے پی پی) په فلپائن كښې د سمندري طوفان’ نلګئی‘ د لاسه د سېلابي صورتحال او لېنډ سلائيډنګ پېښو كښې د مړو شمېره 150 ته رسېدلې او 36 نور تر دې دمه بې دركه دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د فلپائن نېشنل ډيزاسټر رسك ريډكشن اېنډ منېجمنټ كونسل حوالې سره وئيلي چې سمندري طوفان 3.9 ملینه نه زيات كسان ځپلې دي او په يو شمېر سيمو كښې يۍ د برېښنا نظام سره سره 499 سړكونو او 120 پلونو ته زيان رسولې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې فلپائن د پېسیفک رنګ آف فائر او پېسفک ټائفون بېلټ هېواد دے له دې كبله دلته هر كال نزدې 20 طوفانونه راځي په كومو كښې چې ځينې زياته تباهي خپرونكي وي۔