په رياض الجنة كښې لمونځ لپاره پرمټ اخستل ضروري دي٬ د حج او عمرې وزارت

مدینہ منورہ۔3نومبر(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئیلي چې په ریاض الجنة کښې لمونځ ادا کولو لپاره اجازت نامه له وړاندې نه اخستل ضروري دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د وزارت لخوا د رياض الجنة حوالې سره په ټويټر جاري كړي خپل پېغام كښې وئيلي چې كوم خلك په رياض الجنة كښې لمونځ كول غواړي نو هغوي دې د نسك يا توكلنا اېپ د لارې د وړاندې نه پرمټ ترلاسه كړي۔ د وزارت وېنا ده چې نارينه په رياض الجنة كښې د سهار 11 بجو نه تر ماسخوتن لمونځ او د شپې 12 بجو نه تر سهار لمونځ ادا كولې شي۔ په رياض الجنة كښې زيارت له راغلې مېرمنې د سهر لمونځ څخه تر 11 بجو او د ماسخوتن لمونځ نه د شپې تر 12 بجو بكنګ كولې شي۔ د وزارت له مخې د لمونځ وخت پېل كېدو نه څلور ساعته وړاندې بكنګ د اعتمرنا اېپ دلارې منسوخ كېدې شي او د اولني پرمټ دورانيه ختمېدو څخه وروستو نوې پرمټ جاري كېدے شي۔