کابل 02 نومبر (اے پي پي) د افغانستان په پايه تخت کابل كښې د كليوالو سيمو بحالۍ او پرمختګ وزارت د ملازمانو مني بس د سړك په غاړه په ځاے كړي بم سره ټكر شوے ٬ د چاٶدنې له امله 8 كسان ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د پوليس وياند خالد زردان ووئيل چاٶدنه سهار په كابل ښار كښې شوې چې پكښې اته كسان ژوبل شوي كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي۔ تر اوسه كومې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده قبوله كړې