واشنګټن ۔1نومبر(اے پی پی) امريكې يو وارې بيا د سازش د لارې د پخواني وزيراعظم عمران خان د حكومت لرې كولو ادعا مسترد كړې ده۔ د نهې په ورځ د امريكې د خارجه څانګې وياند نېډ پرائس ووئيل چې دې نه وړاندې مو څو وارې دا خبره په ډاګه كړې ده چې د عمران حكومت لمينځه وړولو حوالې سره په امريكا لګولې شوي تورونه هېڅ حقيقت نه لري۔ د امريكې د خارجه څانګې وياند څخه پوښتنه وشوه چې پخواني وزيراعظم عمران خان په لانګ مارچ كښې د يو تقرير په مهال امريكا په پاكستان كښې د حكومت د بدلولو مسئوله ګرځولې ده۔ د دې په ځواب كښې وياند ووئيل چې مونږ د معلوماتو د لارې د ناسمو اطلاعاتو لاره نيولې شؤ۔ ده ووئيل مونږ به پروپېګنډا او ناوړه معلومات د مهمو دوه اړخيزه اړيكو په لاره كښې خنډ جوړېدو ته نه پرېږدؤ۔ ده ووئيل مونږ د امريكا او پاكستان ترمينځه پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل مونږ ټول عمري يو سوكاله او جمهوري پاكستان خپلو ګټو لپاره مهم ګڼلے دے۔ نيډ پرائس زياته كړه چې مونږ ته معلومه ده چې پاكستان كښې ټول ټاكنو له نېټه نه ده اعلان كړې شوې۔ ده ووئيل مونږ نه يوازې پاكستان بلكې په ګرده نړۍ كښې د آئيني او جمهوري اقدارو په ځائې ساتلو ملاتړ كوؤ۔ مونږ په ګرده نړۍ كښې په داسې مسئلو ټولو ګوندونو سره خبره كوؤ۔