بيجنګ 31 اکتوبر (اے پي پي)د شنګهائي مرستې تنظيم غړو رياستونو حكومتي مشرانو كونسل 21مه غونډه(نن)د نهې په ورځ د وډيو لنك د لارې په بيجنګ كښې كېږي چې مشري به يې د چين وزيراعظم لي كيچيانګ كوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د چين خارجه وزارت وياند ذهاؤليجيان د ګل په ورځ په يو بيان كښې وئېلي دي چې د چين په بلنه په غونډه كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو او د مبصر رياستونو حكومتي مشرانو٬استازو٬اېس سي او مستقل رياستونو مشرانو٬اېس سي او انټرپرینیئور كمېټي او اېس سي او انټربينك كنسورشيم او د ملګرو ملتونو آسيا او پيسيفك لپاره اقتصادي او سماجي كمېشن او نړيوالو ادارو او تنظيمونو استازي ګډون كوي۔