صوماليه كښې د شوي موټري بمي چاؤدنو په نتيجه كښې د مړو شميره 100 ته ورسيده

موغادېشو 30 اكتوبر (اے پي پي) صوماليه كښې شوي موټري بمي چاؤدنو په نتيجه كښې د مړو شميره 100 ته رسيدلي ده ۔ د چين خبررسني ادارې له مخې د صوماليه صدر حسن شيخ محمد د اتوار په ورځ د چاؤدنو د ځائې دوره كولو نه پس ميډيا ته ووئيل تيره شپه د تعليم وزارت ودانۍ په نښه كونكو 2 موټري بمي چاؤدنو كښې 100 كسان مړه او 300 څخه زيات ژوبل شوې دي ۔ ده ووئيل په مړو كښې خبريالانو او پوليس افسرانو پشمول ګڼ شمير عام وګړي شامل دي او د مړو په شميره كښې د زياتيدو اندېښنه ده۔