واشنګټن 28 اکتوبر (اے پي پي) امریکې وئيلي دي چې مونږ د جوهری وسلو زياتولو كومه منصوبه نه لرو او نه د رسو او چين سره د وسلو په زغل كښې د شامليدو هڅه كوو۔ د روس خبر رسني ادارې له مخې دا خبره د امريكې انډر سیکرټري فار آرمز کنټړول اینډ انټرنېشنل سکیورټي افیئرز بونی جینکز په کارنیګي اینډومنټ فار انټرنېشنل پیس كښې سیمینار ته وينا كښې كړي۔ده ووئيل امریکا او روس تير وخت كښې د وسلو په زغل كښې شامل ؤ،دا مهال صورتحال دا دې چې مونږ په اربونو ډالره د وسلو جوړولو او هم دومره د هغې په ختمولو خرڅ كوو۔