د او آئي سي لخوا د تورې ورځې په موقع د كشميريانو سره د يووالي څرګندونه

جده 27 اکتوبر(اے پی پی)د اسلامي مرستې تنظيم ا(و ائې سي) د جمو كشمير اولس حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره په منصفانه هلو ځلو كښې هغوي سره د بشپړه يووالي څرګندونه كړې ۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د او آئي سي جنرل سېكرټرېټ نن په جده كشې د كشمير تورې ورځې په موقع جاري يو بيان كښې په هند زور راوړو چې د 5 اګست 2019 په مهال غېر قانوني او يو اړخيزه اقدمات منسوخ كړي۔ دغسې او آئي سي د جمو كشمير په نړيواله توګه تسليم شوي متنازعه حېثيت بدلولو له او د مقبوضه سيمې آبادۍ تناسب بدلولو په ړه د هند د اقداماتو د منسوخۍ غوښتنه هم وكړه۔دوي په هند زور راوړو چې د كشميري اولس د ټولو بنيادي بشري حقونو احترام وكړي۔اسلامي مرستې تنظيم په نړيواله ورورولۍ هم زور راوړو چې هغوي د كشمير شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كړي