د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي کونسل قراردادونو له مخې په سوله ايز ډول حل كول پكار ده۔ چين

بيجنګ 27 اکتوبر (اے پي پي) چين وئيلي دي د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د چارټر٬ د سلامتي کونسل قراردادونو او د اړوندو دوه اړخيزه لوظونو له مخې بايد په سوله ايز ډول حل كړې شي او په دې لړ كښې د يو اړخيزه اقدامات نه دې ډډه وكړې شي كومو څخه چې صورتحال لا پېچلے كېدے شي۔ د چين د خارجه وزارت وياند ماٶ ننګ د زيارت په ورځ په بيجنګ كښې په انټرنېشنل پرېس سنټر كښې په غېر معمولي پرېس برېنفګ كښې ووئيل د كشمير په مسئله د چين موقف واضح او غېر متزلزل دے٬ د كشمير مسئله د هند او پاكستان ترمېنځه د تاريخ يوه داسې شخړه ده كومه چې د ډېرې مودې راهسې حل طلب ده ٬ ده ووئېل د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي کونسل د قراردادونو له مخې حل كول پكار ده ٬ هند د اكتوبر په 27مه نيټه كال 1947 كښې د يو اړخيزه اقدمات د لارې په زبردستۍ په جمو و كشمېر قبضه كولو سره دغلته خپل پوځ تغينات كړے ۔ د چين وياند ووئيل اړوندو ډلو له د داسې يو اړخيزه اقدامات نه ډډه پكار ده كومو څخه چې صورتحال لا پېچلے كېدے شي۔ چين په ډلو زور رواړو چې ھغوي د كشمير كشالې حل كولو او په منطقه كښې امن او استحكام ساتلو لپاره خبرې اترې وكړي