27 اکتوبر د کشمير د تاريخ توره ورځ ده۔حريت لارښود

سرينګر 27 اکتوبر (اے پي پي) د هند په غير قانوني تسلط كښې جمو او کشمير كښې کل جماعتي حريت کنفرنس لارښودو او تنظيمونو وئيلي چې 27 اکتوبر د جمو او کشمير د تاريخ توره ورځ ده ځكه چې هند په 1947 كښې په دې ورځ د نيمي اوچې د وېش اصولو خلاف ورزۍ كړي او د کشميريانو خواهشات ته ئې زيان رسولو سره په جمو او کشمير قبضه كړې وه۔د کشميرميډيا سروس له مخې کل جماعتي حريت کنفرنس لارښود فردوس احمد شاه، زمروده حبيب، خادم حسين، سبط شبير قمي، ياسمين راجه، ډاکټر مصعب، مسلم ليګ جمو او کشمير، پيپلز ليګ جمو او کشمير په خپلو بيانونو كښې وئيلي چې جمو او کشمير وګړي د آزادۍ لپاره د خپلو منصفانه هلو حلو څخه نه شي په شا كيدې۔ ده ووئيل د هند ناوړه حركتونو په وجه جمو او کشمير د نړۍ تر ټولو لوئ پوځي محاصرے لرونكي سيمه جوړه شوي۔ده ووئيل د كشمير خشړے نه حل كيدو په وجه کشميريان ستونزو سره مخ دي او دغه مسئله ده چې 2 جوهري صلاحيت لرونكي هېوادونه هند او پاكستان ترمينځه د تاؤ ترېښوالي سبب دې۔