وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو په پوليس اهلكارو د بريد غندنه وكړه

کوئټه ۔ 25 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو په پشين كښې په پوليو ډيوټي تعينات پوليس اهلكارو باندې د بريد غندنه كولو سره د ترهګرۍ په دې ناوړه كارروائۍ كښې په قيمتي ځانې زيان د غم دړد څرګندونه كړې ۔ ده د پېښې په اړه رپورټ هم غوښتے ۔ وزيراعلی داخله محكمې او آئي جي پوليس ته امر كړے چې په دې پېښه كښې ككړ عناصر په هر صورت ونيسئ او د پوليو وركرانو فول پروف سېكورټي په هر قيمت باوري كړئ۔ ده ووئيل سماج دښمنه عناصر به كله هم په خپلو ناوړه مقاصدو كښې كاميابېدو ته پرې نه ښودلې شي او د خپلو كوچنيانو د صحت مند سباؤن تحفظ به كولې شي۔ ده د بلوچستان شهيد اهلكار غمجنې كورنۍ سره غمرازۍ كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي