بنګله دېش، د سمندري طوفان “سترنګ” په نتيجه كښې 13 كسان مړه

ډھاکه 25 اکتوبر (اے پي پي) سمندري طوفان سترنګ د بنګله دېش د سمندر غاړې سيمو سره ټكرې شوې چې په نتيجه كښې يۍ 13 كسان مړه شوي۔ د ځائي خبر رسنې ادارې له مخې سترنګ طوفان چې سرعت يۍ د ساعت په سر 88 كلوميټره ريكارډ شوے له امله سمندر ته په پېوستو سيمو كښې د زرګونو په شمېر خلقو ته محفوظ ځايونو ته د منتقل كېدو احكامات جاري كړې شوې دي۔ بلخوا د هېواد سوئيلي سيمې د بارانونو له امله د سېلاب صورتحال سره مخ دي۔