پېښور 25 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسملبۍ په حلقه اېن اے 45 کرم كښې به ضمني ټاكنې د اكتوبر په 30 مه نېټه كېږي۔ د خېبرپښتونخوا د صوبائي الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د الېكشن اېكټ 2017 دفعه 182 له مخې به انتخابي كمپائن په 29م اكتوبر د شپې په دولس بجې پائې ته رسي او د دې نه پس به يو كانديد هم كمپائن نشي چلولې، د خلاف ورزي كوٶنكو په ضد د دوه كاله قېد يا د يو لك روپۍ جرمانې يا دواړه سزاګانې وركولې كېدې شي۔