ډاکار۔25 اکتوبر(اے پی پی) د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان وئيلي دي چې زمونږ هېواد د ترهګرۍ مخنيوي كښې مهم كردار لوبوي او د دې نوغي ويستلو له د ټولو هڅو ملاتړ كوؤ۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې ده دا خبره په سينيګال كښې ډاكار فورم فار پيس اېنډ سكيورټي ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ترهګري نړيوالو سمندري لارو او نړيوال معيشت لپاره خطر دے۔ د ده وېنا وه چې سعودي عربستان د زياتې منصفانه نړۍ تشكيل كولو له په ګڼ اړخيزه نړيوالو ګامونو باور لري او دشخړو سولييز حل او د بشپړه اقتصادي پرمختګ تر لاسه كولو ملاتړ كوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې سعودی عربستان سينيګال سره مرسته لا مضبوطولو كښې خوښي لري او نړيوال غذائي تحفظ او سپلائي چېن محفوظ جوړولو ته اهميت وركوي.