د مير ضياﺀ الله لانګو په ټرافيكي پېښه كښې د 4 كسانو په مړينه د افسوس څرګندونه

کوئټه۔ 25 اکتوبر (اے پی پی) د داخله چارو صوبائي صلاحكار مير ضياﺀ الله لانګو په قلات كښې په ترافيكي پېښه كښې د 4 كسان د مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره اړوندې انتظاميې څخه د پېښې په اړه راپور غوښتلے دے۔ په خپل جاري كړې شوي بيان كښې ده غمجنيو كورنيو سره د زړه له كومي خواخوږي ښكاره كولو سره غمرازي وكړه۔ ده د پېښې ذمه وار ډرائيورانو په ضد د قانوني كارروائۍ كولو هم امر وكړو۔