د اسرائيلي ځواكونو لخوا د ډزو پېښې په نتيجه كښې د مړو شمېره 6 ته ورسېده

مقبوضه بېت المقدس ۔25 اکتوبر(اے پی پی) د اسرائيلي ځواكونو لخوا په مقبوضه لويديزه سيمه كښې د ډزو پېښې په نتيجه كښې د شهيد شويو فلسطيني وګړو شمېره زياتېدو سره 6 ته ورسېده۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې د فلسطين د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي چې د نهې په ورځ سهار د مقبوضه سيمې په نابلس ښار او رام الله كښې اسرائيلي ځواكونو ډزې كولو سره 4 فلسطيني وګړي شهيد او 19 ژوبل كړل۔ وروستو وزارت په ژوبل شويو 19 فلسطيني وګړو كښې د نورو دوه وګړو د شهيد كېدو اطلاع وركړه چې ورسره د شهيد شويو شمېره 6 ته ورسېده۔ بلخوا اسرائيلي پوځ پوليس او استخباراتي ادارې سره په ګډه يو بيان كښې د دې خبرې تصديق كړې چې دوئي په نابلس كښې په لويه كچه كارروائي كړې ده۔