بیجنګ ۔25اکتوبر(اے پی پی) چين د فنانشل اېکشن ټاسک فورس ( اېف اے ټی اېف) پاكستان د ګرے لسټ څخه د ويستلو پرېكړې هركلے كړے دے۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د چين د خارجه وزارت وياند وانګ وېن بن اېف اے ټي اېف پاكستان د ګرے لسټ څخه د ويستلو پرېكړې هركلي كولو سره پاكستان ته مباركي وركړې ده۔ ده ووئيل پاكستان سره د ستونزو د تېرو 5 كلونو په مهال د لانډرنګ او د ترهګرۍ مالي مرستې مخنيوي نظام پرله پسې غوره كړے۔ ده ووئيل د پاكستان د اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ څخه ويستل د دې خبرې ثبوت دے چې په نړيواله كچه په دې لړ كښې د پاكستان هڅې تسليمولې شي۔ ده ووئيل هيله ده چې پاكستان به د ترهګرۍ مخنيوي نړيوالې مرستې ته وده وركولو او د نړيوال مالياتي نظام حفاظت لپاره خپل مثبت كردار ترسره كول روان ساتي۔