مظفر آباد 24 اکتوبر (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير حكومت د 75مې تاسيس ورځې ډائمنډ جوبلي په موقع د آزاد كشمير لنډ مهاله صدر چوهدري انوار الحق٬د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس خان٬د آزاد كشمير چيف سېكرټري محمد عثمان چاچز٬د پوليس انسپكټر جنرل ډاكټر امير احمد شېخ او سټېشن كمانډر د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادرونه وغوړولل۔په دې موقع د كشمير د آزادۍ تحريك كاميابۍ٬د پاكستان استحكام او د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وشوه