مظفرآباد 24 اکتوبر (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير 75مې تاسيس ورځې ډائمنډ جوبلي په موقع د آزاد جمو كشمير كلچر اكېډمۍ تر سيوري لاندې د كشمير كلتور رامخې ته كولو لپاره د”شام ثقافت كشمير” په سر خط دستوره وشوه۔په دستوره كښې د حكومت سينئر موسټ وزير خواجه فاروق احمد خان٬اېډووكېټ جنرل خواجه مقبول وار٬د كلتور اكېډمۍ ډائرېكټر فيضان عارف مغل٬د جمو كشمير لبرېشن كمشن ډائرېكټر راجه اسلم نه علاوه وګړو او د يونيورسټۍ زده كوونكي په ګڼ شمېر موجود وو۔په دې موقع څائي سندرغاړو د كشمير كلتور رامخې ته كولو لپاره سندرې وړاندې كړې۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال د حكومت سينئر موسټ وزير خواجه فاروق احمد خان ووئيل د كشمير كلتور رامخې ته كولو لپاره كشمير كلچر اكېډمۍ كردار د اهميت وړ دے۔ده ووئيل د كشمير آزادۍ تراوسه نيمګړې ده تر څو چې د مقبوضه كشمير بې ګناه وروڼو ته آزدي نصيب شوې نه وي ۔ ده ووئېل د تحريك آزادۍ كشمير كلتور په اړه زمونږ ځوان كل خبرول پكار دي۔ده ووئيل د سېلګرۍ ودې لپاره به مونږ له خپل كلتور ژوندې ساتل وي٬د آزاد كشمير ټولې تاريخي ودانۍ كومې چې زمونږ د كلتور برخه دي هغه به محفوظولې شي۔ده ووئيل د آزاد كشمير نن 75مېه د تاسيس ورځې په اړه مونږ ټولو په اجتماعي توګه د منطقې رغونې او پرمختګ لپاره كردار ادا كول دي ۔د آزاد كشمير حكومت د كشميري كلتوري ورثې بحالۍ لپاره ښه اقدامات كړي۔ده ووئيل د ځايې سندر غاړو پروموټ كولو سره د سندرغاړو ډاډګيرنه كېږي او د كشمير كلتور رامخې ته كولو لپاره دې د كلتور اكېډمي نور اقدامات هم وكړي