سپيكر راجا پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني د ارشد شريف په مړينه خواشيني اوښودله

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجا پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني د مشر خبريال په ناڅاپي مړينه خواشيني ښودلې ده۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ په جلا جلا پېغامونو كښې دوئي ووئيل د ارشد شريف د مرګ په خبر اورېدو راته سخت خفګان رسېدلے دے۔ دوي دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔