وزيراعظم سره د نېسلے پاكستاني پلاوي وليدل ٬ وزيراعظم ته يۍ فلډ ريليف فنډ لپاره د يو كروړو روپو چېك وركړو

لاهور۔23اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د نېسلے پاكستان ډائرېكټر كارپورېټ افيئرز شېخ وقار احمد د اتوار په ورځ ملاقات وكړو او سېلاب ځپليو لپاره يۍ د يو كروړ روپو چېك وزيراعظم ته وړاندے كړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزیر اعظم سره د نېسلے پاکستان ډائرېکټر کارپوریٹ افېئرز و سسټېن اېبلیټی شېخ وقار احمد او ډائرېکټر هیومن رېسورس حاجرہ عمر ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې دوئي فلډ ريليف فنډ لپاره وزيراعظم ته د يو كروړ روپو چېك وركړو۔