د هېواد ځوانان خپلواكه كول وړومبے مقصد دے ۔احسن اقبال

اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت د وزيراعظم محمد شهباز شريف به اعلان كړو پنځو لويو يوته ډوېلپمنټ انيشيټو عملدرآمد تند كړے ۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلې دي د لږو مراعات يافته ځوانانو تعليم ٬تربيت او د روزګار موقعو زياتولو سره د دوي خپلواكه كول د پاكستان سباؤن لپاره مهم دي ۔ ده ووئېل د پاكستان د 75مې آزادۍ ورځې په ياد كښې پنځه٬ينګ٬ډوېلپمنټ انيشيټوز”پېل كړے شوي ۔پنځه مهمو اقداماتو كښې د ځوانانو انجينئرز لپاره 200,000 انټرنشپ٬د پاكستان 20 غريبو ضلعو پرمختګ٬ 250 مني سپورټس كمپليكسز جوړول٬د پاكستان انووېشن فنډ جوړول او 75م د نېشنل ټاپ ټېلنټ اسكالرشپس پروګرام پېل كول شامل دي۔احسن اقبال د دې اقداماتو اهميت رامخې ته كولو سره ووئېل يواځې په ځوانانو كښې رياستي سرمايه كارۍ سره مونږ د پاكستان ځوانان په اثاثه بدلولې شو۔ ده ووئېل د نېشنل ډوېلپمنټ انټرن شپ پروګرام له مخې 20000 ځوانانو انجينئرانو ته د پي اېس ډي پي فنډز څخه چلېدونكو پروژو كښې ملازمت وركولې شي دغسې چې د هغوي صلاحيتونه او روزګار بهتر كړے شي۔۔ ده ووئېل پروګرام له مخې به د هېواد 20 غريبو ضلعو په خاص توګه بلوچستان او فاټا له ترقي وركولې شي او سږ كال 40 ورله اربه روپۍ پیكج بېل كړے شوے