سعودي عرب د اسټراليا لخوا بېت المقدس د اسرائيل پايه تخت تسليمولو څخه د انكار په اړه د بيان هركلے وكړو

رياض 20 اكتوبر (اے پي پي) سعودي عرب د اسټراليا لخوا بېت المقدس د اسرائيل پايه تخت تسليمولو څخه د انكار په اړه د بيان هركلے كړے۔ د سعودي ميډيا له مخې خارجه وزير بيان كښې دا هيله څرګنده كړې چې نړيواله ورورولي او نړيوال قانون به د عرب امن اقدام له مخئ د مقبوضه بيت المقدس در پايه تخت جوړولو ملاتړ وكړي او دوي به د فلسطين نصب العېن له مخې د زړې شخړې حل لټولو په هڅو كښې شامل شي