نوے ډيلے ۔19اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېش په دوه ورځنۍ رسمي دوره هند ته ورسېد۔ د چين خبري اژانس د هند د بهرنيو چارو وزارت حواله وركولو سره وئيلي چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس په دوه ورځنۍ دوره هند ته رسېدلې چرته چې هغه ته د هند مستقل استازي روچيرا كمبوج په شمول نورو اعلی چارواكو تود هركلې ووې۔ د خپلې رسمي دورې په مهال به د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سبا د زيارت په ورځ وزیراعظم نرېندرا مودي سره په “مشن لائف ای” (لائف سټائل فار انوائرمنټ) د كتابچې ٬ لوګ او ټېګ لائن اجراﺀ سره اړونده دستوره كښې ګډون كوي۔ دې سره سره به هغه هندي خارجه وزير اېس جے شنكر سره په نړيوالو مسئلو او دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو خبرې كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې دا د جنوري په میاشت کښې د خپل دوهم دور له پېل راهیسې هند ته د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر دا اولنۍ دوره ده۔