پېښور ٬ د كنټرېكټ ملازمينو ستونزې هواري له كمېټي جوړه كړې شوه

پېښور۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان د سرکاري پوهنتونونو د کنټريکټ ملازمينو د ستونزو هواري لپاره 7 کسيزه کمېټي جوړه کړې ده۔ د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سېکرټرېټ لخوا جاري شوي بيان ترمخه د کمېټئ چيئرمېن د خزانې صوبائي وزير تيمور سليم جهګړا ټاکلے شوے دے۔ د کمېټۍ غړو کښې 4 وزيران او 3 سېکتران شامل دي۔ کمېټي به د کنټريکټ ملازمينو په اړه معلومات جمع كوي۔ کميټۍ ته د ملازمينو مستقل كولو له د اخراجاتو تخمينه لګولو څخه وروستو تفصيلي رپورټ په يوه مياشت کښي وزيراعلی ته د وړاندي کولو هدايت شوے دے۔