ملاكنډ پوهنتون كښې 3 ورځنې نړيوال كنفرنس په 24 اكتوبر پېل كېږي

پېښور۔ 19اکتوبر(اے پی پی) ملاكنډ پوهنتون كښې د مېټریل ماډولېټنګ اېنډ سېمولېشن په سرخط 3 ورځنې نړيوال كنفرنس او څلورم نړيوال وركشاپ په 24 اكتوبر د ګل په ورځ پېل كېږي۔ کنفرنس او ورکشاپ به د سنټر فاركمپيوټيشنل ميټرېل ملاكنډ پوهنتون او ګومل پوهنتون ډي آئي خان په مرسته كولې شي۔ د دې كنفرنس اهتمام به هائراېجوکېشن کمېشن آف پاکستان او ډائرېکټورېټ آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی خېبر پختونخوا كوي۔ په دې كنفرنس كښې به د قامي او نړيوالې كچې نوموړي محققين ګډون كوي۔