د حرمېن شريفېن سائبر سېكورټي رېډ لائن دے ٬ تجاوز ترې كېدې نه شي ٬ الشېخ عبد الرحمن السدېس

ریاض ۔19اکتوبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د حرمېن شريفېن چارو عمومي صدر الشېخ عبد الرحمن السدېس په دې خبره زور راوړې دې چې د حرمېن شريفېن سائبر سكيورټي رېډ لائن دے له كومې چې تجاوزې كېدې نه شي۔ د عرب خپرونو ادارې له مخې هغه دا خبره د سائبر سکیورټی په اړه يو تقرير كښې وكړه۔ ده ووئيل د حرمېن شريفېن د انتظامي چارو مسؤله اداره به د سائبر سكيورټي كومې هم خلاف ورزۍ يا خطرې بشپړه مخنيوې كوي۔ ده ووئيل په حرمېن شريفېن كښې د نړيوال معيار له مخې د سائبر سكيورټي تر ټولو اعلې انتظامات موجود دي۔ ده د سائبر سکیورټی اتھارټی اړوندو چارواكو سره په ګډه په مسجد الحرام او مسجد نبوي (ص) كښې د سائبر سكيورټي كنفنرس كولو سپارښتنه هم وكړه۔