د سرحد پوهنتون پیښور 15 م كانووكېشن ٬ ګورنر د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو

پېښور ۔19اکتوبر(اے پی پی) په سرحد پوهنتون پېښور كښې 15م كانووكېشن وكړے شو په كوم كښې چې د خېبر پختونخوا ګورنر مشتاق احمد غني د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ په دستوره كښې فراغت ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو ٬ مېلمنو ٬ د زده كړې پوهانو ٬ د پوهنتون استاذانو او ګڼ شمېر زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ په دې موقعه د پوهنتون وائس چانسلر د پوهنتون په كاميابو رڼا اچولو سره ووئيل د پوهنتون جوړېدو 21 كاله شوي دي ٬ په دې مهال پوهنتون كښې 5 فېکلټۍ ،15 ډيپارټمنټ او 4 انسټی ټیوټس جوړ كړې شول۔ په پوهنتون كښې د زده كړو ترلاسه كوؤنكو شمېر دا مهال 5 زره نه زيات او د 25 زره نه زياتو فراغت ترلاسه كړې دې۔ ده زياته كړه چې د زده كړو سره سره پوهنتون لوبو پلو هم خصوصي پام ګرځوي او هر كال د بېلو لوبو په مقابلو كښې د پوهنتون زده كوؤنكي برخه اخلي۔ په كانووكېشن كښې 103 زده كوؤنكو ته سندونه وركړې شول په كومو كښې چې د پي اېچ ډي 2 ٬ د اېم فل 8 ٬ د ماسټر 40 او د بېچلر 53 زده كوؤنكي شامل وو۔ د دستورې په پايه كښې د خېبر پختونخوا ګورنر په تعليمي كاميابو د پوهنتون استاذانو او زده كوؤنكو ته په عمومي او د ډګرۍ او ګولډ مېډل ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو مور پلار ته په خصوصي توګه مباركي وركړه۔ وروستو وائس چانسلر مېلمنو ته د پوهنتون لوګو ډالۍ كړل۔