خاران، د سي ټي ډي حساس ادارو سره په ګډه كاروائي٬ څلور ترهګر ووژل شول

کوئټه 18 اکتوبر (اے پي پي)د بلوچستان په خاران سيمه كښې سي ټي ډي حساس ادارو سره په ګډه د كاروائيو په مهال څلور ترهګر وژلې دي۔ د سي ټي ډي وياند له مخې د خاران په كوز ځنګل سيمه كښئ سي ټي ډي او د ترهګرو ترمېنځه د ډزو په نتيجه كښئ څلور ترهګر وژلې شوي او دوي څخه وسله او ګوله بارود هم برامد كړې شوي۔ وياند له مخې وژلې شوي ترهګر په نوشكي كښې د اېف سي په كېمپ بريدونو او په خاران او خوا اوشا سيمو كښې په هدفي وژنو كښې ككړ وو