د موسمياتي بدلون حقيقت به تسليمول وي٬ پاكستان كښې د سېلاب د لاسه د 30 اربه ډالره څخه زيات زيان شوے٬ حافظ محمد طاهر اشرفي

لاهور۔18اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی وئيلي دي د موسمياتي بدلون حقيقت به تسليمول وي ٬ پاكستان كښې راغلي سېلاب د هېواد 70 فيصده برخه ځپلې ده چې په نتيجه كښې يۍ د 30 اربه ډالره څخه زيات زيان شو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د مصر په پلازمينه قاهره كښې د ماحولياتي بدلونونو په اړه د نړيوال كنفرنس نه وروستو خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ طاهر اشرفي ووئيل قوي او په مالي توګه مستحكمو هېوادونو له به د موسمي بدلونونو د لاسه ځپلے شوو هېوادونو سره مرسته كول وي۔ ده ووئيل د عصري مسئلو حل كولو له د علماﺀ كرامو ترمينځه خبرې اترې غوره ګام دے۔ ده ووئيل علماﺀ اسلام د ټولو مذهبونو مشرانو ته بلنه وركوي چې هغوي د عصري مسئلو حل لپاره راوړاندې شي۔ ده ووئيل د رابطه عالم اسلامي لخوا ميثاق مكة المكرمة ٬ د شېخ الازهر د هڅو په نتيجه كښې ميثاق اخوت انسانيه او د پاكستان علماﺀ او مشائخو لخوا پېغام پاكستان اتحاد واتفاق د مسلكونو او مذهبونو ترمينځه مكالمې لپاره د روانو هڅو برخه ده۔ ده وئيل اسلام د انسانيت بقاﺀ او سلامتيا ضمانت وركوي۔ اسلام د امن ٬ مينې او زغم درس وركوي او دې لپاره ضروري ده چې د ټولو مذهبونو او مسلكونو مشرتابه د موسمياتي بدلونونو په اړه اولسي شعور بېدارولو له د يوې منظمې تګلارې په رامخې ته كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې چې د سېلاب د لاسه كوم صورتحال رامخې ته شوے پاكستان په ځانله د دې مقابله نشي كولې۔ د شوي زيان ازالې لپاره به نړيوالو او اسلامي ورورولۍ له د پاكستان مرسته كول وي۔ ده ووئيل مونږ په مرسته كولو د نړۍ او اسلامي ورورولۍ مننه كوؤ۔ په كنفرنس كښې مفتی اعظم مصر او مفتی اعظم فلسطین پشمول د اسلامي هېوادونو د 100 نه زيات پلاوي ګډون كوي