په خېبر پختونخوا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د ډينګي نور 221 كېسونه رامخې ته شول

پېښور ۔18اکتوبر(اے پی پی) په خېبر پختونخوا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د ډينګي نور 221 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ په ګرده صوبه كښې د روان كال مجموعي كېسونو شمېره 14521ته رسېدلې ده۔ د روغتيا څانګې رپورټ له مخې په ګرده صوبه كښې دفعاله كېسونو شمېره 1874 ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال په پیښور كښې 155،ملاکنډ كښې 35 او مردان كښې 15 نوې كېسونو رامخې ته شول۔ د رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په بېلو روغتونونو كښې 29 نوې رنځوران داخل كړې شول۔ دا مهال د صوبې په بېلو روغتونونو كښې د 86 ډينګي رنځورانو درملنې روانې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې تر دې دمه ډينګي ځپلي 12633 كسان جوړ شوي او د دې رنځ د لاسه 14 كسان په حق رسېدلې دي۔