
کراچۍ ۔18اکتوبر(اے پی پی) د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه وئيلي دي په بېنظير بھټو بريد د جمهوريت بحالۍ له د روانو هڅو لمينځه وړولو له وو٬ په كار ساز بريد كښې 150 كسان شهيد او د 450 نه زيات ژوبل شوي۔ د كارساز پېښې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې د سندھ اعلی وزير ووئيل بینظیر بھټو خپل ټول ژوند د جمهوريت په قوي كولو كښې تېر كړو٬ سترې لارښودې په پنډۍ كښې د خپل ژوند قرباني وركولو سره په هېواد كښې د جمهوريت لمر ښكاره كړو۔ ده ووئيل شهيدې بېنظير بھټو او ددې شهيد شويو كارمندانو ته سلام وړاندې كوم۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بېنظير بھټو هېواد ته د راستنېدو په مهال د هغې هركلي لپاره راوتلې لاريون د كال 2007 اكتوبر مياشتې په 18 مه نېټه د دوه چاؤدنو د لارې په نښه كړې شوې وو د كومو په نتيجه كښې چې د پيپلز ګوند كارمندان شهيدان او ټپيان شوي وو۔