د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په مالي كښې په امن فورس بريد وغندلو

ملګري ملتونه ۔ 18اکتوبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په مالي كښې په امن فورس د ترسره شوي بريد سخته غندنه كړې ده۔ د بريد په نتيجه كښې د امن فورس 3 اهلكار مړه او 3 ژوبل شول۔ د چین خبري اژانس له مخې د سلامتي كونسل غړو په خپل بيان كښې ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د كونسل غړو د مالي عبوري حكومت څخه غوښتنه كړې چې هغه دې بريد كښې ككړ كسان نيولو له كارروائي وكړي او هغوي دې انصاف سره مخامخ كولو سره د احتساب عمل ته وده وركړي۔ دوئي په دې خبره زور راوړو چې دا ډول ناوړه بريدونه په مالي كښې د امن او روغې جوړې عمل ملاتړ روان ساتلو له د ملګرو ملتونو عزم كمزورې كولې نه شي۔