د وزيراعظم شهباز شريف سردار اختر جان مېنګل سره ملاقات ٬ د تره په مړينه غمرازي

خضدار۔17اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بلوجستان نېشنل پارتۍ (مېنګل)مشر سردار اختر جان مېنګل سره د هغه د تره په مړينه غمرازي كولو سره د ارواښاد روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني وكړه۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د خضدار وډھ سيمه كښې د سردار اختر جان مېنګل دېرې ته لارو او دغلته ته ئې هغه سره د تره په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔ په دې موقعه وفاقي وزير آغا حسن بلوچ ٬ اعلی سركاري چارواكي او د سيمې مشران هم موجود وو.