کوئٹہ۔17اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان هائي کورټ د پخواني چيف جسټس محمد نور مسکانزي په وژنه د دريو ورځو ماتم اعلان کړے۔ د بلوچستان هائي کورټ لخوا جاري شوي بيان ترمخه د بلوچستان هائي کورټ سرکټ بنچونو او ټول ضلعي عدالتونه كښې به درې ورځ ماتم وي او ملي بیرغ به نیم ځوړند ساتلے شي۔ پخوانے چيف جسټس محمد نور مسکانزی تېره ورځ په خاران كښې وژلے شوے وو۔