نوے ډيلے۔17اکتوبر(اے پی پی) په هند کښې شاوخوا 29 هوايي ډګرونه او ترمينلونه د هندو شخصيتونو په نومونو نومول شوي دي، په داسې حال کښې چې د مولانا ابوالکلام آزاد او د اے پي جے عبدالکلام په ګډون هيڅ مسلمان شخصيت په دغه فهرست كښې خپل ځايې جوړ نه كړے شو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې 24 هوایی ډګرونه او 5 ترمینلونه د هندو شخصیتونو په نوم نومول شوي۔ د فهرست له مخې څلور هوائي ډګرونه د پخوانو وزيراعظمانو په نومونو نومولې شوي دي په كومو كښې چې نوے ډيلي كښې اندرا ګاندھی ٬ حېدرآباد كښې راجیو ګاندھی ، وارانسی كښې لال بهادر شاستری او لکھنو كښې چودھری چرن سنګھ هوائي ډګر شامل دے۔ دغسې بېل هوائي ډګرونه د پخوانيو اعلی وزيرانو په نومونو هم نومول شوي دي۔