مظفرګړھ۔17 اکتوبر (اے پی پی) فلاحي تنظيم سائيكوپ په جتوئي تحصيل كښې د 400 سېلاب ځپليو ترمينځه راشن ٬ خېمې او مچھر دانۍ ووېشلې۔ د سائیکوپ مشرې ام كلثوم ووئيل چې د مظفر ګړھ تحصيل جتوئي كښې د لنډي پتافي په مقام د سېلاب ځپليو ترمينځه د راشن ٬ خېمو او مچھر دانو د وېش عمل بشپړ كړے شوے دے ولې اوس هم لا يو شمېر داسې بې وزله ٬ معذور او مستحق وګړي شته كومو چې مرسته نه ده ترلاسه كړې۔ دې ووئيل د سېلاب د لاسه د لنډي پتافي سيمه تر ټولو زياته ځپلې شوې ده۔ دې شمتند حضراتو ته اپيل وكړو چې هغوي دې د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره راوړاندې شي او په دې كار خېر كښې دې برخه واخلي