مقبوضه بیت المقدس۔17اکتوبر (اے پی پی) اسرائیلي قابض عسكرو 13 فلسطینی وګړي تښتولي او يو د دوئي نه يۍ ژوبل كړے دے۔ د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د خبر له مخې اسرائيلي قابض عسكرو په لويديزه پوله او د يروشلم په بېلو سيمو كښې د چاپو په مهال 13 فلسطيني وګړي تښتولي۔ اسرائيلي عسكرو 6 فلسطيني وګړي طوباس ٬ بېت لحم ٬ الخليل او يطا او دوه نور ځوانان د الخليل كلي والې سيمې زېف څخه نيولو سره تښتولي دي۔ په دې مهال قابض عسكرو په ډزو ويشتلو سره يو فلسطيني ژوبل كړے هم دے۔بلخوا اسرائيلي عسكرو په سلوان ضلع بريد كولو سره نور 3 فلسطيني وګړي يرغمال كړل په كومو كښې چې دوه ورونړا هم شامل دي۔ په يوه بله پېښه كښې ېهود آبادكارانو په سوئيلي نابلس كښې په سكول بريد كولو سره ددې يو شمېرې كھړكۍ ماتې كړې.